د هرات چارواکو خبر ورکړی، چې نامعلومو وسله والو د هيلوټرسټ موسسې پنځلس ماين پاکان او څلور موټران تښتولي دي.
د هرات د مطبوعاتي دفتر مسوول جيلاني فرهاد رسنيو ته ويلي، پېښه پرون مازديگر د کهسان ولسوالۍ په شبش سيمه کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي فرهاد ويلي، معلومه نه ده، وسله وال په کومه ډله پورې تړلي دي او د ماين پاکانو د اختطاف بدل کې څه غوښتنې لري.
د هرات د پوليسو وياند عبد الرووف احمدي وايي، امنيه قوماندان له کشفي او امنيتي ارگانونو سره سيمې ته رسېدلی او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي. د هغه په وینا تمه ده، تښتول شوي کسان ژر خوشې کړای شي.
افغانستان کې د ماين پاکانو د تښتونې پېښې ډېرې مخ ته راځي، چې په ځينو مواردو کې په کې ماين پاکان وژل کېږي هم، خو ډېری وختونه بېرته رک روغ خپلو دندو ته راگرځي.