افغانستانخبرونه

ننگرهار کې د داعش ۱۷ جگړه‌مار وژل شوي دي

د ننگرهار ولایتي چارواکي وايي تېره ورځ بې‌پیلوټه الوتکو په اچین ولسوالۍ کې د داعش د ډلې څو پټن‌ځایونه په نښه کړي چې له امله يې د داعش ۱۷ تنه وژل شوي دي. چارواکو رسنیو ته زیاته کړه چې د برید له امله ۲ تنه ملکیانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده.

په لومړیو کې رسنیو راپور ورکړ چې داعش غوښتل د ۷ تنو طالبانو سرونه پرې کړي. چې ورسره بې‌پیلوټه الوتکو بمباري پیل کړه او په سیمه کې د دې ډلې راټول شوي غړي یې له منځه یوړل.

د ننگرهار په اچین او بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې جنگیالي ډېر فعال دي او په دې سیمه کې له طالبانو سره وخت‌ ناوخت نښتې کېږي.

د چهارشنبې په ورځ د ننگرهار ولایت ویاند عطاالله خوگیاڼي رسنیو ته د داعش او طالبانو ترمنځ په اچین او بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د جگړې راپور ورکړ. خوگیاڼي زیاته کړه چې په دې جگړه ۳۰ تنو ته مرگ ژوبله اوښتي ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button