افغانستان
د ملي شورا په انگړ کې توغندی لگېدلی دی

د کابل ښار دارالامان سړک کې د پارلمان پر ودانۍ او دارالامان ماڼۍ دوه توغندي لگېدلي دي.
راپورونه وايي، چې د اتل په نوم يو توغندی د ملي شورا پر ودانۍ لگېدلی، زيان يې اړولی، مگر ژوبله نه لري.
دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې ولسي جرگې نن لوی درستيز جنرال قدم شاه شهيم او د کورنيو چارو سرپرست وزير د استيضاح لپاره وربللي وو.
د کورنيو چارو وزارت وياندصديق صديقي رسنيو ته ويلي، چې يو توغندی د ملي شورا په انگړ کې او بل د دارالامان ماڼۍ ته څېرمه لگېدلی دی.
ښاغلی صديقي وايي، چې د مرگ ژوبلې په اړه لا معلومات نه شته او امنيتي چارواکو پلټنې پيل کړي دي.