افغانستان

زابل کې بم چاودنې امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اړولې

د زابل يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته څرگنده کړې ده، چې نن مازديگر د يوې چاودنې په ترڅ کې اوو پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. پېښه د مرکز کلات اړوند اومکي سيمه کې رامنځته شوې ده.

د زابل د امنيه قوماندانۍ امنيتي امر د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې درې پوليسو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده. نوموړي ويلي، چاودنه مازديگر څلور بجې شا و خوا د اومکي باوړيو سيمه کې شوې ده. هغه د پېښې په اړه نور څه نه دي ويلي.

عيني شاهدان وايي، چاودنه د پوليسو پر يوه موټر شوې ده، چې له امله يې موټر ويجاړ شوی او ټول سپاره پوليس يې وژل شوي دي.

د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې او پر خپله وېبپاڼه يې ليکلي، چې چاودنه کې يې د ارغنداب د امنيه قوماندان سخي داد به گډون اووه پوليس وژلي دي. چارواکو د سخي داد د مرگ په اړه د طالبانو دعوه تاييد کړې يا رد کړې نه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button