د بغلان چارواکو خبر ورکړی، چې د نظامي عملياتو په پايله کې وسله وال طالبان د مرکز پلخمري اړوند له ډنډغوري سيمې په بشپړ ډول وتلي دي.
د بغلان والي عبد الستار بارز رسنيو ته ويلی، نياز الله، اکاخېل، عرب تپه او د ډنډغوري اړوند سالنگونه اوسمهال په بشپړ ډول د طالبانو له شتونه پاک شوي او د امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.
د ښاغلي بارز په وينا امنيتي ځواکونه او د اردو عسکر اوسمهال د مشکوکو کورونو او کليو په تلاشۍ اخته دي.
د افغانستان دفاع وزارت هم ادعا کړې چې ډنډغوري کې يې تېره شپه لږ تر لږه پينځلس وسله وال وژلي دي او دولس نور ټپيان دي.
طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي. خو د سيمې خلکو يو ځل بيا له دولتي ځواکونو سر ټکولی چې د کورونو د تلاشۍ پر مهال ورسره زشت چلن کوي او په يوه او بله نامه يې ځوروي.
د ډنډغوري او ډنډ شهاب الدين لسگونه مخور او مدني فعالان د عملياتو په پيل کې کابل ته ولاړل او له حکومته يې وغوښتل چې د دوی پر کورونو د دولتي ځواکونو بمبارۍ او درندو وسلو ډزې ودروي.