
چاپانی ۸۲ کلن امپراطور آکیهیتو ویلي چې د روغتیايي ستونزو له کبله نور نشي کولی خپلې دندې ته دوام ورکړي او غواړي چې له خپلې دندې گوښه او پر ځای یې زوی ۵۶ کلن شهزاده ناروهیتو د چاپان امپراطور وټاکل شي.
دا خبر د چاپان ملي ټلویزیون او کیودو خبري اژانس خپاره کړي خو د امپراطور دربار بیا دا خبرونه ردوي. که چېرې امپراطور آکیهیتو له خپلې دندې استعفا ورکړي نو دا د چاپان د سلطنتي کورنۍ په دوه سوه کلن تاریخ کې دوهم امپراطور دی چې له خپلې دندې پخپله خوښه گوښه کېږي.
آکیهیتو په ۱۹۸۹ کې د خپل د پلار ځای ناستی شو.
له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د چاپان د نوي اساسي قانون مطابق سلطنتي کورنۍ تش په نامه پاتې ده او د حکومت ټول کارونه لومړی وزیر پر مخ وړي.