د ايران پوله ساتو ځواکونو پر افغان مهاجرينو ډزې کړې، چې له امله يې شپږ تنه وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.
ايراني رسنيو خبر ورکړی، چې پېښه وړمه ورځ د رفسنجان ښار ختيځ لورته رامنځته شوې ده. راپورونه وايي، دغه افغان مهاجرين له پوليسو د تېښتې په حال کې وو، چې هغوی پرې ډزې وکړې. د پېښې د قربانيانو عمرونه له شلو تر دېرشو کلونو دي.
د رفسنجان د پوليسو مشر علي رضا وايي، پوليسو د هغې لارۍ چلوونکي ته د درېدو امر وکړ، چې افغانان په کې سپاره وو، خو چلوونکي موټر ونه دراوه، ځکه نو پوليسو پر موټر ډزې وکړې او ياده مرگ ژوبله رامنځته شوه. نوموړی وايي، دغو افغانانو غوښتل په غير قانوني ډول ايران ته واوړي.
ايراني ځواکونو پخوا هم دغه ډول پېښو کې لسگونه افغانان وژلي دي، د افغانستان حکومت د ايران پر دغه کار نيوکه کوي خو د مخنيوي لپاره يې لا د پام وړ گامونه نه دي پورته کړي.
ايراني چارواکي وايي، دا د افغان لوري مسووليت دی، چې افغانان په غيرقانوني ډول ايران ته له تلو منع کړي، څو د مرگ ژوبلې مخه يې ونيول شي.