افغانستان

پکتيکا: طالبانو دوه پوليس په دار ځړولي

د پکتيکا چارواکو خبر ورکړی دی، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ وازي خوا ولسوالۍ کې دوه پوليس په دار ځړولي.

د پکتيکا د پوليسو سرپرست قوماندان داد الله خان د پېښې پخلی کړی، خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

ویل کېږي دغه پوليس په رخصتۍ کور ته روان وو، چې لاره کې د طالبانو له لوري ونيول شول. دواړه پوليس د وازي خوا اوسېدونکي وو او پنځه ورځې وړاندې د طالبانو له لوري نيول شوي وو.

طالبانو پرون سهار دوی د خلکو په وړاندې په دار وځړول. دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم زابل کې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د يوه سيمه‌ييز پوليس د په دار ځړولو په اړه خبر ورکړل شوی و.

طالبانو دا درې تنه وروسته له هغه په دار وځړول، چې حکومت د روانۍ اوونۍ په سر کې پلچرخي زندان کې د شپږ طالب بنديانو اعدام اعلان کړ.

طالبانو د خپلو ملگرو له اعدام وروسته گواښ وکړ، چې ورسره بندي پوليس او عسکر به ووژني او ټول هغه لوري به تر بريد لاندې ونيسي، چې د بنديانو اعدام کې ښکېل دي.

د حکومت له لوري د طالب بنديانو اعدام د هيواد دننه او بهر غبرگونونه راوپارول او ملگرو ملتونو د حکومت پر دې کار نيوکه وکړه. له دې وړاندې د بښنې نړيوال سازمان له ولسمشره غوښتي و، چې د بنديانو پر اعدام لاسليک ونه کړي، ځکه د افغانستان قضايي او عدلي ارگانونه له فساده ډک دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button