اجراییه ریس داکتر عبدالله عبدالله د کابینې په غونډه کې ویلي چې دښمن غواړي د افغانانو تر منځ بېباوري پیدا کړي او خپلمنځي جگړو کې یې ښکیل کړي. داکتر عبدالله همدارنگه د تېرې ورځې برېد چې لسگونه لاریون کوونکي په کې وژل شوي وو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان دښمنان غواړي دلته توکمیزه جگړه پیل کړي.
داکتر عبدالله همداراز زیاته کړه چې دا مهمه ده چې د دې چاودنې پړه چا په غاړه اخیستې خو موږ باید خپل هر اړخیز معلومات د پېښې په اړه پیدا کړو. طالبان همدارنگه د دهمزنگ پېښه په کلکو ټکو غندلې او زیاته کړې ده چې د افغانانو دښمنان غواړي د افغانان په منځ کې شکونه پیدا کړي.
د دهمزنگ د پېښې مسوولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی او زیاته کړې ده چې د دوی د ډلې دوه تنه ځانمرگو پر لاریون کوونکو برید کړی دی.
لاریون کوونکو غوښتل چې د دهمزنگ په څلور لارې کې واړوي او تر هغې پاتې شي چې حکومت یې غوښتنې ومني چې پرې چاودنه وشوه او له امله یې ۶۶ تنه ووژل شول او شاوخوا دوه سوه تنه نور ټپیان شول.
د کابل د گارنیزون پولیسو مخکې د لاریون کوونکو مشرانو ته خبرادری ورکړی وو چې ښايي برید وشي.