خبرونه

«ولسمشر د فساد پر ضد د مبارزې اراده لري خو توان نه لري»

د ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی حقوقي سلاکار، عبدالعلي محمدي له یوه خصوصي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې ولسمشر غني د فساد پر ضد د مبارزې اراده لري؛ خو ولسمشر ناتوانه دی.

محمدي وايي: «ولسمشر غني اراده لري؛ خو جدي ستونزه یې په پرېکړې او اقدام کې ده او د مقابلې توان نه لري».

عبدالعلي محمدي د ولسمشر غني حقوقي سلاکار و چې په یوه قرارداد کې د کابل بانک د مالي دوسيې د یوه تورن د حضور له امله یې دنده وځنډول شوه.

ښاغلی محمدي وايي، فسادکوونکو حکومت رایسار کړی دی. محمدي د ځان په اړه د ولسمشر پرېکړه چې د ده دنده یې وځنډوله «غیرعادلانه» بولي.

د ولسمشر پخوانی سلاکار ولسمشر غني په «توپیریز چلن» هم تورنوي.

ښاغلی عبدالعلي محمدي شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د ولسمشر د یوه فرمان له لارې له خپلې دندې لرې کړای شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button