افغانستانخبرونهسلايډ

د لوګر په ازره کې «پاکستانۍ چورلکه» لوېدلې

د لوګر په ازره کې «پاکستانۍ چورلکه» لوېدلې

د لوګر ولایتي چارواکو رسنېو ته ویلي چې پر لوېدلې چورلکه د پاکستان بیرغ او ځینې نورې نښانې لیدل کېږي، تر اوسه څرګنده نه ده چې پاکستاني چورلکه افغانستان ته د څه لپاره راغلې.

دغه چورلکه داسې مهال د افغانستان په خاوره کې لوېږي، چې د کابل او اسلام اباد اړیکې د ملي يووالي حکومت له تاسیس راهیسې تر بل هر وخت خرابې دي.

د لوګر ولایت ویاند سلیم صالح رسنیو ته وویل: «تر اوسه څرګنده نه ده چې چورلکه د تخنیکې عوارضو له وجې غورځېدلي او که د وسله والو له خوا غورځول شوې.»

خو بل لور ته د پېښې عینې شاهدان وایې چې چورلکه د طالب وسله والو له لورې غورځول شوې ده.

صالح زیاته کړه چې پلټنې روانې دي چې چورلکه څنګه غورځېدلي او پاکستاني چورلکه د څه موخې لپاره افغانستان ته راغلې.

په چورلکه کې ۶ تنه سپاره ول چې د وسله والو په لاس کې دي.

تر دې دمه پاکستاني رسنېو او حکومتي چارواکو د پېښې په اړه څه نه دې ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button