بدخشان: ارگو د طالبانو له ولکې ووته
کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بدخشان ارگو ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو له ولکې وتلې ده. د دې وزارت خبرپاڼې ليکلی، د طالبانو د له منځه وړلو په پار پيل شوي عمليات په بريا سر ته رسېدلي دي.
خبرپاڼې زياته کړې ده، د ارگو د پاکولو په ترڅ کې له شلو ډېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.
چارواکو نه دي ويلي، د جگړې پر مهال امنيتي ځواکونو ته هم زيان اوښتی که نه. دا په داسې حال کې ده، چې د بدخشان والي تېره ورځ وويل، جرم او يمگان ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې دي، خو په وينا يې ډېر ژر به يې د نيولو لپاره عمليات پيل کړي.
وسله والو تېر کال د بدخشان گڼې ولسوالۍ له حکومته ونيولې او د ډېرې مودې لپاره يې بېرته خوشې نه کړې، چارواکو تمه درلوده د ژمي په راتگ به د وسله والو زور کم او پر ضد به يې عمليات ترسره کړي، خو طالبانو د تېر وخت پر خلاف سږ کال ژمي کې هم خپلو بريدونو کې کمی را نه وست.