افغانستان

هرات کې ترافيکې پېښې يوولس تنه وژلي

د هرات جنوب لور ته د يوې ترافيکې پېښې په ترڅ کې لږ تر لږه يوولس تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي. پېښه پرون په کمرکلاغ نومې سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هرات چارواکي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د سپرليو درې موټران خپلو کې وجنگېدل.

د هرات دغې سيمې ته د نوروز د مېلې لمانځلو لپاره زرگونه وگړي راټولېږي.

چارواکو د پېښې لامل د سړکونو خرابی او د چلوونکو بې پامي بللی.

افغانستان کې هر کال لسگونه زره وگړي د ترافيکي پېښو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې ستر لاملونه يې، د سړکونو خرابی، د ترافيکي نښو نه شتون او د چلوونکو بې پامي بلل شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button