د جنورۍ په ۲۳مه نېټه، د شنبې ورځ قطر د افغانستان د سولې اړوند د پگواش نړیوالې ناستې کوربه دی. د پگواش بنسټ مخکې هم د افغانستان سولې اړوند نړیوالې ناستې رابللي چې د طالبانو د استازو په گډون یې خپلواک افغان شخصیتونه هم بللي وو.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې چې په قطر کې به یې د سیاسي دفتر غړي په دغه ناسته کې گډون وکړي. پگواش ناستې ته له افغانستان څخه هم د حکومت په گډون ځینې شخصیتونه بلل شوي.
د سولې عالي شورا یوه غړي ویلي چې د شورا استازي پگواش ناسته کې گډون نه کوي.
د سیاسي چارو کارپوه، احمد سعیدي چې دغې ناستې ته بلل شوی، وايي افغان حکومت ناستې ته خپل استازي نه لېږي. د سعیدي په خبره، افغان حکومت د قطر ناستې پر ځای څلور اړخیزه ناسته تاییدوي.
ذبیح الله مجاهد وايي: «[پگواش] یو ځل بیا د افغانستان اسلامي امارت ته بلنه ورکړې چې د افغانستان د ستونزې د حل لارو د موندلو لپاره په جوړېدونکي کنفرانس کې گډون وکړي».
مجاهد وايي: «اسلامي امارت دغه بلنه منلې، او د سیاسي دفتر استازي به يې په دغه تحقيقاتي کنفرانس کې ګډون وکړي، اسلامي امارت غواړي له دا ډول کنفرانسونو او فرصتونو څخه په سالمه استفاده، د خپل ولس برحقه داعيه او روا دريځ خپله مخامخ د نړیوالو تر اذهانو پورې ورسوي».
د طالبانو ویاند وايي، دغه ناسته څېړنیزه ناسته ده چې پر ستونزو او مسایلو اکاډیمیک بحث کوي.