پولیسو نن د دوشنبې ورځ سهار وختي د یونان د لیزبوس له ښار څخه کډوال په جبر کښتیو ته سپاره او د ترکيي په لور یې وخوځول. اروپايي ټولنه غواړي چې په اروپا کې د کډوالو د کړکیچ مخه ونیسي.
ځايي شاهدان وايي چې دوه ترکۍ کښتۍ سهار وختي د یونان لیزبوس ښار ته راورسېدې او پولیسو کډوال په زور ورسپاره کړه، پولیس له کښتۍ سره یوځای د ترکيي په لور ستانه شول.
د ترکیي د کورنیو چارو وزیر یفکان علی هم د دې خبرې پخلی کړی دی. یفکان علي ویلي چې ترکیه به د دوشنبې په ورځ ۵۰۰ تنه کډوال له یونان څخه ترکیي ته راستانه کړي. د ترکیي او اروپايي ټولنې د هوکړې له مخې به ۴۰۰۰ کډوال بېرته ترکیی ته ستانه شي.
له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته دا په اروپا کې د کډوالو تر ټولو ستر کړکیچ دی. اروپايي ټولنې له ترکیه سره هوکړه کړې چې د روان کال د مارچ له ۲۰ وروسته کوم کډوال یونان ته رسېدلي دي بېرته به ترکیي ته ستانه کړي.