د افغانستان د ملي دفاع وزارت وارسا يا د ناټو د غړو هيوادونو د مشرانو غونډه کې غوښتنه کړې، چې ناټو او نړيواله ټولنه دې يې روانه جگړه کې يوازې نه پرېږدي.
د افغانستان لوی درستيز جنرال قدم شاه شهيم يوه خبري غونډه کې رسنيو ته وويل: «ناټو او نړيواله ټولنه دې د افغانستان جگړه کې زموږ ملتيا وکړي او روان تاو تريخوالی دی پای ته ورسوي».
د دفاع وزارت دغه چارواکي گواښ وکړ، چې که د افغانستان له پولو باندې ترورستان په نښه نه شي او افغانستان کې جگړه روانه واوسي، د سيمې هيوادونه به هم اغېزمن کړي.
جنرال شهيم زیاته کړه، چې سره له دې چې ترورستانو جگړه کې ماته خوړلې خو د سيمې د استخباراتو په مرسته هڅې کوي، د افغانستان امنيت خراب کړي.
د ناټو قوماندان بيا ويلي دي، چې امريکا دې د افغانستان روان وضعيت ته په کتو له دې هيواده د خپلو ځواکونو د ويستلو په اړه بيا غور ورکړي. واشنگټن پوست ورځپاڼې ليکلي، چې د ناټو مشر قوماندان کورټس سکاپروټي افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له نوي قوماندان جان نيکولسن سره خبرو کې ويلي: «د طالبانو د بريدونو ډېرېدو ته په کتو دې امريکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو ويستلو د نېټې په اړه له سره غور وکړي». ناټو تېره ورځ ويلي وو، چې له افغانستانه د وتلو کومه اراده نه لري.