افغانستان
کانگو کې د م م سوله ساتي ځواکونه په جنسي ځورونو تورن شوي
د افريقا کانگو ډيموکراتيک هېواد کې د ملگرو ملتونو د سوله ساتي ځواکونو مشر وايي، چې د ولسي خلکو له خولې يې داسې راپورونه ترلاسه کړي، چې د دوی ځواکونه له جنسي ځورونې کار اخلي.
کانگو کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو مشر مامان صديقو رسنيو ته ويلي، چې يوازې روان کال کې د ملگرو ملتونو د ځواکونو له لوري د جنسي ځورونې ۱۱ پېښې له پخوا دوی سره ثبت وې او په دې وروستيو کې د جنسي ځورونو اووه نورو پېښو په اړه هم دوی ته شکايتونه رسېدلي دي.
صديقو وايي، چې د يادو پېښو په اړه پلټنې روانې دي، خو دا يې نه دي ويلي، چې د جنسي ځورونو په پېښو کې ککړو پوځيانو ته به څه سزا ورکول کيږي که نه.
د ملگرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې د جنسي ځورونې پنځه پېښې د تنزانيا ځواکونو، يوه يې د جنوبي افريقا او يوه پېښه د ملاوي هېواد د پوځيانو له لوري شوې ده.
ملگرو ملتونو د تېرې مياشتې په پای کې ويلي و، چې دوی د سوله ساتو ځواکونو له لوري د جنسي ځورونې پېښې څېړي، چې له امله يې پنځه ښځې او شپږ نجونې حاملې شوي دي.
کانگو کې د ملگرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه په جنسي ځورونو تورن شوي او يوازې تېر کال د دغو ځواکونو پر ضد د جنسي ځورونې ۹۹ قضيې رسمي شوې وې.
کانگو کې د ملگرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر بلل کيږي او له شل زرو زيات نړيوال سرتيري دغه هېواد کې دنده ترسره کوي.
له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۳م کانگو کې د خپلمنځي جگړو له امله ملگرو ملتونو دغه هېواد ته خپل سرتيري لېږلي دي.