له نشهيي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي څرگندوي، چې افغانستان کې له درې مليونو ډېر هېوادوال په نشو روږدي دي او دا شمېره لا هم مخ په پورته روانه ده.
د دې وزارت وياند محمد حنيف دانشيار رسنيو سره خبرو کې څرگنده کړې ده، چې دغه شمېره د شويو سروې گانو له مخې معلومه شوې ده. نوموړی وايي، شمېرنې ښيي، چې د افغانستان يوولس سلنه وگړي پر نشو روږدي دي او له دې رنځه کړېږي. په روږدو کسانو کې د ځوانانو او پاخه عمر سړو سربېره مېرمنې او کوچنيان هم شامل دي.
له نشهيي توکو سره د مبارزې وزارت دغه چارواکي اندېښنه وښوده، چې پر نشه د روږدو کسانو شمېر لا هم مخ په ډېرېدو دی او هڅې کېږي چې مخه يې ونيول شي.
ښاغلي دانشيار زياته کړه، چې د نا امنيو په ډېرېدو هيواد کې د کوکنارو کر ډېر شوی او د شمېرنو پر بنياد اوسمهال د افغانستان شلو ولايتونو کې کوکنار کرل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د امريکا او ناټو د بريد يو هدف د نشهيي توکو د کر له منځه وړل ښودل شوي وو، خو د دغه بريد له پيله تر نن ورځې نړيوال راپورونه څرگندوي، چې د افغانستان د نشهيي توکو په قاچاق کې د امريکا په گډون گڼ بهرني هيوادونه پراخه ونډه لري او تر ټولو ښه بازار اروپا کې لري.