خبرونهسلايډسيمه او نړۍ
د نړۍ تر ټولو دنګې ودانۍ خوا ته اور لګېدلی

د متحده عرب اماراتو د دوبۍ ښار په مرکزي برخه کې؛ چېرته چې د نړۍ تر ټولو دنګ برج (برج الخلیفه) ولاړ دی، په يوه هوټل کې اورلګېدلی، چې لمبې يې د نړۍ د ستر برج په لمنو کې پورته کېږي، دولتي اور وژونکې لارۍ او عمله پر اور وژنې بوختې دي.
ویل کيږي، په دغه ادرس نومي هوټل کې د نوی کال د پیل لپاره د اور لوبې په نیت په زرګونو خلک راټول شوي وو، خو کله چې په ودانۍ کې اور ولګېد، موظفینو راغليو نندارچیانو ته د سیمې د پرېښودو امر وکړ، تر اوسه لا د اور لګېدو لامل او زيانونه څرګند نه دي، خو ښايي لامل يې د اورلوبې لپاره چمتو شوي توکي وي.