سلايډسيمه او نړۍ

پر پاکستان د ايف ۱۶ الوتکو د پلورلو په غبرگون هند د امريکا سفير احضار کړ

د امريکا له لوري پاکستان ته د اتو ايف شپاړس جنگي الوتکو د ورکولو په غبرگون کې هند دغه هېواد کې د امريکا سفير د احتجاج په توگه ورغوښتی او په دې اړه يې خپلې اندېښې ورته څرگندې کړي دي.
تېره ورځ هندې رسنيو د چارواکو هغه اندېښنې خپرې کړې وې، چې پاکستان ته د دغو اتو امريکايي ايف شپاړس جنگي الوتکو د ورکولو په غبرگون کې يې کړې وې.
هند وايي، چې د دې تړون سخت مخالف دي، چې امريکا دې اته جنگي الوتکې پاکستان ته ورکړي او د هند په وينا دا به ترورېزم سره د مرستې په معنا وي.
د تېرې جمعې په ورځ امريکا اعلان وکړ، چې پاکستان ته يې د ۶۹۹ميليونه ډالرو په ارزښت اته ايف شپاړس جنگي الوتکې په قسطونو ورکړي دي.
پنټاگون وايي، چې کومې اته جنگي الوتکې پر پاکستان پلورل کيږي، په هر ډول هوا او چاپېريال کې پرواز او بمبار کولای شي، د ورځې او شپې خپل هدف په نښه کولای شی.
پنټاگون وايي، چې کانگريس ته يې په دې اړه خبر ورکړی او تمه ده، چې ژر به دغه تړون تصويب کړي.
امريکا وايي، چې پاکستان د اتومي وسلو له امنيتي گواښ سره مخ دی او بايد دغه ډول الوتکې ورکړل شي.
د امريکا بهرنيو چارو وزرات وياند مارک تونز تېره اوونۍ د ترهگرۍ پر ضد د پاکستان کړنې وستايلې او پاکستان سره يې د نورو مرستو ژمنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button