افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، ۲۰۱۵ز کې سختو جگړو او د افغان امنيتي ځواکونو درنو تلفاتو د هغوی د روزنې بهير وځنډاوه. نوموړي زیاته کړې ده، د وسله والو د پراخو بريدونو له امله د «غوڅ ملاتړ ماموريت» چارې له ټاکلي مهالوېشه ورسته پاتې شوې.
ناټو او امريکايي چارواکو د ۲۰۱۴ز له پای ته رسېدو سره افغانستان کې خپل جگړهييز ماموريت پای ته رسېدلی اعلان کړ او له دې وروسته يې افغانستان کې د پاتې کېدو موخه د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ اعلان کړه، خو د دغو چاراکو په وينا جگړو اړ ويستل د افغان امنيتي ځواکونو روزنه وځنډوي.
افغانستان کې د جگړو له سيمو راپورونه څرگندوي، چې امريکايي او ناټو ځواکونه لا هم له وسله والو مخالفينو سره په جگړه بوخت دي، چې په ترڅ کې يې تلفات هم وراوښتي دي.
جنرال جان نېکولسن له رويټرز خبري اژانس سره مرکه کې ويلي: «د جگړې دې سخت پړاو زموږ د روزنې او رهبرۍ چارې ځنډنۍ کړې، کوم مهالوېش چې موږ جوړ کړی وو، د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو د ډېرېدو له کبله عملي نه شو».
دا په داسې حال کې ده، چې امريکايي لوړ رتبه چارواکي ۲۰۱۶ز د تېر کال په پرتله افغانستان لپاره سخت او له جگړو ډک بولي او زياتوي، چې روان کال کې افغانستان له سياسي سقوط سره مخ دی.
امريکايي چارواکو افغانستان کې د پاتې کېدو په اړه ويلي، جنرال نېکولسن ته درې مياشتې وخت ورکوي، څو د حالاتو جاج واخلي او وروسته واشنگټن ته راپور ورکړي، چې له مخې به يې افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو د پاتې کېدو د مودې پرېکړه وشي.
بل لور ته د پوځي چارو افغان شنونکي په دې نظر دي، چې امنيتي ځواکونو ته کافي روزنه نه ورکول د دې سبب شوی، چې د جگړو پر مهال يې تلفاتو کې ډېروالی راشي، همدا راز د افغانستان پوليس چې جگړه يې دنده نه ده، له وسله والو سره جگړو ته اړ ويستل کېږي.