خانشين ولسوالۍ طالبانو ونيوله
د هلمند خانشين ولسوالۍ يو ځل بيا طالبانو ونيوله. د هلمند ولايت امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې طالبانو بېگا اته بجې د ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستو بريد وکړ او ولسوالي يې ونيوله.
د سرچينې په وينا په دغه جگړه کې درې افغان سرتيري وژل شوي او گڼ نور ټپيان دي.
خانشين ولسوالۍ تېره مياشت هم طالبانو نيولې وه.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي، چې خانشين کې يې افغان پوځيانو سره په مخامخ جگړه کې يې شپږ سرتيري وژلي او گڼ نور يې ټپيان کړي دي.
طالب وياند زياتوي، چې د شپې يوولس بجې افغان سرتېرو د طالبانو له لوري د ولسوالۍ له نيولو وروسته پر دوی بريدونه پيل کړ، چې د دوی له لوري په شا وتمبول شول.
د قاري احمدي له قوله په دغه جگړه کې گڼ شمېر وسلې، څلور شوبلې او يو رينجر د دوی لاسته ورغلي دي.
د هلمند چارواکو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.