افغانستانټولنهسلايډ

شارق صيب عواطف پر خپل ځای!(لطف الله خيرخوا)

لطف الله خيرخوا

ما د کرکټ په اړه يوه ليکنه کړې وه. د ليکنې نچوړ دا دی، چې لوبه دې لوبه پاتې شي، لوبې نه دې ارزښت نه جوړيږي. څه اشنايانو فيسبوک کې تبصرې کړې وې، چا مسجونه کړي ول، مګر ډاکتر شارق ساپي په نوم يو اشنا ليکنه کړې وه، چې دځلاند ويپ پاڼې خپره کړې وه.
ليکنه د دليل پر ځای پر عواطفو ډېره څرخي. شارق صيب له فتواګانو، ترينګليو حالاتو او ګډوډيو ځوريږي، نو کرِکټ ورته يو غنيمت او ارزښت بريښي. نه پوهېږم شارق صيب کرِکټ کې کوم ښه راتلونکی ويني؟ دا چې متعلمين مکتبونه پرېږدي؟ که استادان په ساعتونو ساعتونو وخت کرِکټ ته ورکړي؟ که يوازې مکتبونه په ټولو عمر کې يو شېبه په کرِکټ ضايع کړي، څه ډول يې جبيره کولی شي؟ دا خو لا پر ځای پرېږده، چې ساعتونه ساعتونه په اوبو لاهو شي.
يوه ليکنه مې لوستله، چې د ټول چاپان کلنی تاخير ۷ دقيقې دی. استاد، شاګرد، ډرېور، مستري، دهقان، دکاندار، مامور او… دا ټول چې په تمام کال کې خپلو دندو ته ناوخته رسېدلي، مجموعه يې اوه دقيقې شوې، مګر چاپان کرِکټ لوبډله نه لري. خوشالۍ په دې نه راځي، چې لوبه د ارزښت تر بريده ورسول شي، لوبه حياتي شی نه دی.
خوشالۍ علم کې دي، خوشالۍ اخلاقو کې دي، خوشالۍ استقلال کې دي او خوشالۍ خودکفايۍ کې دي. ساپی صيب زه متوجه يم، چې څومره ځوانان دې لوبو ويده کړي. ما خپله کرِکټ کړی او ښه ډېر مې کړی او ښه ډېر تاوان مې هم په کې کړی. زما د شرحِ جامي، حسامي، مختصرالمعاني، شافيې او هدايو درسونه يوازې کرکټ راوننګولی شول. د دې درسونو جبيرې بيا يو کال له ټولو ملګرو وروسته کړم.
د خپلو درسونو جريان کې مې يو کال نوموړو کتابونو ته وويست، چې ځان پرې پوه کړم. دا اوس زه يوه مدرسه کې استاد يم. کومه ورځ چې د پاکستان يا افغانستان لوبډولو سيالۍ کړې وي، کرِکټي طالبان تر درېوو ورځو ځای ته نه راځي، بالخصوص چې سيالۍ يې بايللې وي، ان سبقي طالبان له کاره باسي.
موږ ماښامي د حديث شريف حلقه لرو. يو جيد عالم مشکاة شريف درسوي. د درس ډېری ګډونوال له دولسمه او مدرسو فارغين دي، طالبان هم په کې شته، مګر د سيالۍ په شپه حلقه خالي خالي وي. د سولې، پرمختګ، استقلال او خوشالۍ ارماني همداسې وي؟
علم د انسانيت په اتفاق حياتي ارزښت دی، مګر دا لوبه علم ننګوي. دا لوبه له هغو حياتي کارونو پام اړوي، چې موږ پر پښو دروي. هند کې د سياليو پر مهال د يوه راپور په اساس د ګډوډ حکومت اتلس وزيران سياليو ته تللي ول. هر وزير ځان سره بړيڅي لرل، في کس دوه زره ډالره مصرف ښوول شوی و. که دا دوه زره وي او ډېر نه وي، وايه چې دا مصرف له کومه شو؟ په څه شو؟ دا هېواد دومره موړ دی؟ هره خوا ناره وه، چې د لوبډلې د ملاتړ لپاره وزيران تللي. فېسبوکي فعالينو هم خپل پروفايلونه رنګه کړل. ځوان، بوډا، معلم، ملا، مجاهد او مبارز، متعلم او محصل، استاد او شاګرد، د ملت هر قشر له ځانه بې خوده شو. هغو خلک، چې يو مهال به يې موږ ميدانۍ کې خپل کرِکټ ته نه پرېښولو، ومې ليدل، چې خپله اوس ساعتونه ساعتونه تلوېزيون پردې ته ناست وي.
ساپی صيب که وطن کې ياست تورخم کې کېنئ او که پاکستان کې ياست، ډبګرۍ، رحمان، نارت ويست او … روغتونونو مخې ته يوه شېبه ودرېږئ او که بل کوم ځای کې ياست پوښتنه وکړئ، بيا درمعلوميږي، چې په دومره ځورونکې حالت کې لومړيتوب همدا دی، چې مېليونونه په کرِکټ کتلو مصرف شي؟
ساپی صيب دلته يوه بله خبره ډېره مهمه ده، چې ولې يو څوک بې خوده شي؟ شراب ولې ښه شی نه دی؟ ځکه چې سړی بې خوده کوي. غضب ولې ښه شی نه دی؟ ځکه چې سړی له کنتروله ووځي. اوس که لوبه دې حد ته رسيږي، چې سړی له خوده باسي، څمګه ښه دی؟ ما د کرکټ په رابطه فتوا نه ده ورکړې، ځکه دا مې حق نه دی، مګر نظر مې دا دی، لوبه دې لوبه پرېښودل شي.

د ځلاند ويب پاڼه د هر پښتون لیکوال لیکنه چې په متقابل درنښت ولاړه  وي، خپروي، او د ليکوال خپل نظر يې ګڼي.

( اداره)

Related Articles

Back to top button