
ژباړه: حمیدالله حمیدي
ایمان، هیله او باور درې واړه هغه څه دي، چې ژوند کولو ته مو هڅوي.
۱- کلیوال د باران اورېدو لپاره دښتې ته ووتل، تر څو لمونځ ادا کړي او خدای پاک پرې خپل رحمت (باران) وکړي. په ټولو راټولوشویو کسانو کې یوازې له یوه ماشوم سره چطرۍ وه. دې ته وایي ایمان!.
۲- هره شپه موږ د خوب ځای ته ځو، خو مطمین نه یو، چې ایا سبا به ژوندي را پاڅواو که نه؟، خو بیا هم د وېښېدو لپاره راته زنګ لرونکی ساعت په ټېم کوو. دې ته وایی هیله!.
۳- یوه کلن ماشوم ته به مو پام کړی وي، کله یې چې پلار پورته اچوئ خاندي!، پوهېږئ ولې؟ ځکه چې پلار یې نه پرېږدي،چې ځمکې ته ولوېږي. دې ته وایي باور!
نو، چې داسې ده په هر ډول شرایطو کې پر خدای پاک پوره ایمان او پر ځان باور ولرئ او راتلونکې ته هیله من اوسئ. په دې سره به موله ژونده خوند اخیستی وي او خپلې موخې ته به رسېدلي وی.