وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی، چې افغانستان کې تېر ميلادي کال کې شپږ دېرش زرو پوليسو خپلې دندې خوشې کړي دي.
دغې ورځپاڼې دعوه کړې، چې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پټ اسناد يې ترلاسه کړي دي، چې ترې څرگندېږي، چې په ۲۰۱۵ز کې د افغانستان شپږ دېرش زرو پوليسو خپلې دندې پريښې دي. د ورځپاڼې له راپور سره سم «دغه اسناد د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له لوري نړيوالو ملاتړ کوونکو ادارو ته استول شوي دي».
سرچينې همدا راز کښلي، له افغانستانه د ډېری بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته دغه شمېر پوليسو په داسې حال کې خپلې دندې خوشې کړې دي، چې پوليس د مشرتابه له کمزورۍ او د وسله والو له سختو بريدونو سره مخ دي.
کورنيو چارو وزارت د وال سټريټ دغه راپور رد کړی دی او ويلي يې دي: «د هغو سرتېرو شمېر چې تېر يو کال کې د بېلا بېلو دلايلو له امله دندو ته نه دي حاضر شوي، يوازې پنځو زرو تنو ته رسېږي».