پاکستان او د ملا اختر محمد منصور وژنه؛ تازه جزییات
د روان ميلادي کال د مۍ د مياشتي په يوویشتمه مازيګرمهال د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور د امريکا د يوې بې پیلوټې الوتکې له لورې په داسې حال کې په نښه شو چې تازه د ايران له خاورې پاکستان ته اوښتی و او د پاکستان د بلوجستان ايالت د نوشکي په سرحدي سیمه کې يې په کرايه موټر کې سفر کاوه.
د طالبانو دوو پخوانيو چارواکو د نوم نه يادولو په شرط ځينو باوري سرچینو ته د خپل مشر د مرګ په اړه نوي معلومات ورکړي.
د دغو باوري معلوماتو له مخې د ملا اختر محمد منصور پرموټر يوې ډرون بریدګرې درې توغندي وتوغول چې دوه خطا ولاړل، درېيم يې د هغه پر موټر ولګيد. د دوی له قوله د طالبانو مشر تر ویشتل کيدو يوازې يو ساعت وړاندې له خپلې کورنۍ سره په تليفون اوږدې خبرې وکړي او خبرې يې د نور وخت په پرتله عادي نه وې او وروستيو لارښوونو ته ورته وې. د اختر محمد منصور کورنۍ يوه طالب مشر ته ويلي چې دوی د هغه له تلیفون کولو سره لا ټکان وخوړل، ځکه چې هغه داسې خبرې کولې، لکه نورچې بيا نه راځي.
دغه طالبان وايي، دوی ګومان کوي چې له مشر نه يې د پاکستان خاورې ته په داخليدو کې پاسپورت اخيستل شوی او د ویشتلو تر وخته پرله پسې څارل شوی دی؛ ځکه خو منصور وار له مخه لا د خطر احساس کړی چې له امله يې کورنۍ ته وروستي هدايات هم ورکړي دي.
د دې سرچینې په وینا، د ملا منصور د سورلۍ په موټر کې هيڅ څه هم روغ نه دي موندل شوي؛ ځکه خو فکر کيږي چې له هغه نه سفري اسناد وار له مخه اخيستل شوي دي.
دغه طالب مشران وايي چې د ملا اخترمحمد منصور تابوت د پېښې په سبا د هغه زوی ته سپارل شوی و، خو پاکستاني چارواکو رسنيوته ويلي و چې مړی لاهم له دوی سره دی.
د منصور زوی او ورور د هغه تابوت د هلمند ولايت ته وړی او ملا اختر محمد منصور يې د هلمند په يوه طالب ميشته سيمه کې خاورو ته سپارلی، چې په جنازه کې يې سیمه ییزو طالب قومندانانو هم ګډون کړي و.
د Afghanistan Analysts Network یا (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې) د یوې څېړنیزې مقالې له مخې، ملا اختر محمد منصور له ملا محمد عمر وروسته د طالبانو داسې مشر و چې د ملامحمد عمر له مرګ وروسته يې په لانجمنو حالاتو کې د طالبانو غورځنګ بیرته منظم کړای شو. په دغه مقاله کې راځي چې منصور وکولی شول چې د طالبانو په «رهبري شورا» کې د پاکستان تر نفوذ لاندې غړي وباسي، په طالب غورځنګ کې يې يوه دولت ته ورته اداري تشکيلات رامينځ کړل او د سیمې له هيوادونو سره يې سیاسي اړيکې ټینګې کړای شوې، چې له امله يې تر ډيره د طالبانو غورځنګ د پاکستان له انحصاره ژغورلی و.
سرچينه زياتوي، داسې نښې شته چې له امله يې د ملامنصور په له مينځه وړلو کې د پاکستان نيغه مرسته نه شي رد کېدای.
دا چې پاکستان يوازې د طالب مشر په وژلو کې د يوې معاملې په توګه همکاري کړې او که يې خپله هم دغه مشر هدف و، بيلابيل نظرونه دي.
طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې ځینې داسې دلایل شته چې پاکستان له ملا اختر محمد منصور نه خوښاوه. د ملا منصور او پاکستان د ترینګلو اړیکو په اړه څلور خبرې د پام وړ دي:
الف ـ ملامنصور د طالبانو د يوه بل وژل شوي مشر ملا اخترمحمد عثماني نږدې ملګری او هم فکره و. اخترعثماني په ۲۰۰۶ميلادي کال د ډسمبر په مياشت کې د امريکا يوې الوتکې د هلمند په یوه سرحدي سيمه کې په نښه کړ، چې بيا د پاکستان د وخت پوځي واکمن پرویزمشرف رسنيو ته هم ښکاره اعتراف کړی و چې د عثماني په وژنه کې يې له امریکایانو سره مرسته کړې؛
ب ـ اخترمحمد منصور له ايران او روسیې سره د اړيکو پرټينګولو بوخت و؛
ج ـ ملامنصور د استاد ياسر زوم و، چې د پاکستان په زندان کې تر شکنجې لاندې ووژل شو، چې ویل کېږي له امله يې له پاکستان سره د منصور په زړه کې عقده وه؛
د ـ ملااختر محمد منصور د پاکستان په غوښتنه او خوښه د سولې او خبرو د بهير مخالفت کاوه. منصور فکر کاوه چې پاکستان يوازې د دوی پرسر له افغان حکومت او امريکا امتيازات ترلاسه کوي. هغه غوښتل چې د جګړې ترڅنګ یې د مذاکراتو ابتکارهم په خپل واک کې وي.
ځینې باوري سرچینې وايي، داسې نښې نښانې شته چې پاکستان ته د ملامنصور د تللو په اړه د دغه هيواد څارګرې ادارې دوه هفتې وړاندي لا پټ معلومات ترلاسه کړي و. سرچینه وايي، له همدې امله د پاکستان تر نفوذ لاندې د منصور مخالف طالب مشر، ملا عبدالجليل ته هم پاکستان خبر ورکړی و او دا يې هم ورته ويلي و چې د «طالب مشر عمر لنډ ښکاري». ملا جلیل د منصور له وژنې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ورسره خپل بیعت اعلان کړ.
دغه سرچینه وايي، د ملا جلیل بیعت د پاکستان په امر شوی و «ترڅو بیرته په طالب غورځنګ کې ځان ته ځای کړي او د پاکستان لپاره د دې غورځنګ په مينځ کې د پخوا په څير کار وکړای شي».
د طالبانو دغه سرچینه وايي، ملا منصور ترخپلې ټاکنې څو مياشتې وروسته لومړی افغانستان او بيا ايران ته په پټه تللی و او له ۸ مياشتو وروسته د طالبانو له ځینو مشرانو سره د ليدو لپاره د لنډ وخت لپاره پاکستان ته ورته، چې پاکستان ته د دننه کيدو په لومړيو درې ساعتونو کې د امريکايي ډرون بریدګرې له خوا په نښه شو.
داټولې غیرمعقولې سطحي عندي اوپراټکل ولاړې خبرې دي چی باورنشی ورباندی کیدلای
ښه معلومات وول