که چېرې په دې تصویر کې مو لومړی د نجلۍ څېره ولیده چې په څوکۍ ناسته ده نو دا د دې څرگندونه کوي چې تاسو یو احساساتي او مثبت اندیشه انسان یاستئ، ستاسو د تصمیم نیولو او فکر کولو اساس احساسات دي او تاسو احساساتو ته د یوه منطق په صفت قایل یاستئ. دا خلک د احساس پر اساس فکر کوي او غواړي چې د نورو ورته تل پام وي. دغه ډله خلک ډېر مهربانه او تل د نورو خبرې اوري. دوی خوښوي چې هنري او شعري اثار ولولي او تر فلسفي کتابونو او نظریو ډېر خوند نه اخلي.
او که چېرې مو لومړی د سړي انځور لیدلی وي نو تاسو یو متفکر، منطقي او واقع بین انسان یاستئ او تاسو تل پر واقعاتو فکر کوئ او تصمیم نیسئ او احساساتي کېږئ نه. تاسو یوازې په هغه حد کې احساساتي یاستئ چې منطق یې مني او تر هغې ډېر ورته ارزښت نه ورکوئ. تاسې خوښوئ چې یوازې پاتې شئ او فکر وکړئ له دې چې د نورو د پام وړ شئ. تاسو د منطق او ارزښتونو په اساس ملگرتیا کوئ او تل خوښوئ چې فلسفي کتابونه ولولئ او له هنري او شعري اثارو لوستلو څخه ډېر خوند نه اخلئ.