افغانستانخبرونهسلايډ

د ملي امنیت سرپرست مشر «مسعود اندرابي» څوک دی؟

جنرال مسعود اندرابي د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال و. لوړې زده کړې په اداره او معلوماتي ټکنالوژۍ کې بشپړې کړې دي. اندرابي د پښتو او دري ژبو تر څنګ په درې نورو (انګلیسي، عربي، او اردو) ژبو هم روانې خبرې کولای شي.
جنرال مسعود اندرابي د بغلان په اندراب سيمه کې زېږېدلی دی. د یوه زوی او دوه لوڼو پلار دی. اندرابي د لوړو زده کړو له تر سره کولو وروسته په ګڼو لوړو ملي او نړیوالو اداراتو کې دندې تر سره کړې دي. د اوو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې، چې په افغانستان کې يې د پراختیا په برخه کې کار کاوه، مامور و.
انداربي وروسته د ملي امنیت په لوړو مقامونو کې دندې تر سره کړې دي. دی تر دې وړاندې د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال و او یاده اداره وايي چې اندرابي په دغه دنده کې لاسته راوړنې لري.
د امنيت رسمي پاڼې د معلوماتو پر بنسټ انداربي له کوم سیاسي خوځښت سره تړاو نه لري او نه هم کوم بهرنی تابعیت لري. سرچينه زياتوي چې د ده کار، سیاسي بېطرفي، هوډ، پوهه، او تجربه د دې لامل شوی چې د ملي وحدت حکومت اعتبار تر لاسه کړي. ولسمشر اشرف غني او اجراییه ریس عبدالله عبدالله د خپل ګډ فرمان له مخې انداربي د ملي امنیت سرپرست مشر وټاکه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button