افغانستان

کنړ: پاکستاني هليکوپترو بمبار کړی

د کنړ چارواکو خبر ورکړی، چې پاکستانۍ هلیکوپترې پرون دوه ځله د افغانستان خاورې ته ننوتې دي او دوه کيلو متره دننه يې ځينې سيمې بمبار کړې دي.

د کنړ د دانگام ولسوالۍ ولسوال عنايت الله ازادۍ راډيو سره خبرو کې د دې خبرې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې تېرو دوو ورځو کې د پولې له بلې خوا ۱۰۰ د توپ ډزې د دانگام پر لور شوې دي. نوموړی وایي: «د توپ ډزو ته يې زور ورکړی دی، له دوه ورځو راهيسې دا ډزې پيل دي او تر سهاره ۱۰۴ مرمۍ راتوغول شوې دي».

د کنړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبد الحبيب سيد خيل تاييد کړې ده، چې پاکستانۍ الوتکې د افغانستان هوايي حريم ته ننوتې دي، خو د بمونو د غورځولو په اړه معلومات نه لري.

د کنړ چارواکي وايي، تېر کال د پاکستان له خاورې د کنړ پر بېلا بېلو ولسواليو له زرو ډېرې د درنو وسلو ډزې شوې دي، چې له امله يې ډېری ځایي خلک کوچېدو ته اړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرو ورځو کې د ننگرهار په گوشته ولسوالۍ کې هم د افغان او پاکستاني پوځيانو تر منځ د نښتو خبر ورکړل شوی، همدا راز د هلمند په يوه سيمه کې د پاکستاني عسکرو له لوري د بيرغ پورته کول تاييد شوي دي.

د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس عبد الله عبد الله تېره ورځ له پاکستانه وغوښتل څو دغه ډزې بندې کړي، خو حکومت د تازه پېښو په اړه لا خپل غبرگون نه دی ښودلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button