افغانستانسلايډ

امريکايي سناتور: فساد سره د نه مبارزې صورت کې به پر افغانستان مرستې ودروو

د امریکا د مشرانو جرگې يوه غړي او د دې جرگې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر د افغان حکومت په اړه د امريکا پر پاليسۍ سختې نيوکې کړې دي او هغه يې ناکاره او کمزورې بللې ده. دغه سناتور خبرداری ورکړی دی، چې که د ملي يووالي حکومت چارواکي فساد سره مبارزه کې خپله ريښتينولي ثابته نه کړي، دوی به د خپلو مرستو پر پرې کولو غور وکړي.

سناتور رابرټ منندز پرون څرگنده کړه، چې ملي يووالي حکومت له اداري او مالي فساد سره مبارزه کې پاتې راغلی او که وضعيت همداسې دوام وکړي، راتلونکي کال کې به افغانستان سره د مرستو د تصويب خنډ وگرځي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اوباما ۲۰۱۷ز کې افغانستان سره د مرستې لپاره شاوخوا درې نيم مليارد ډالر وړانديز کړی دی.

ښاغلي مينندز ويلي: «زه نه پوهېږم چې افغانستان کې روان وضعيت ته په کتو امريکا ولې دې هېواد سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوي، ما تر دې دمه د افغانستان په اړه د امريکا د سياست ملاتړ کاوه، خو په راتلونکې کې دغه دريځ بدلېدی شي». هغه د خپل دريځ د بدلولو لامل فساد سره مبارزه کې د ملي يووالي حکومت د چارواکو نه رښتينولي ښودلې ده.

امریکايي سناتور په داسې حال کې افغانستان کې د فساد ټوله پړه پر افغان دولت اچوي، چې نړيوالې ادارې امريکا په دې کار کې گرم بولي او وايي، چې افغانستان ته د امريکا د مرستو بې حسابه او له څار لرې ننويستل دې هېواد کې د فساد لامل شوی دی.

افغانستان کې د اداري فساد په اړه خبرې يو ځل بيا په داسې حال کې تودې دي، چې څو ورځې وړاندې د روڼتيا د نړيوال سازمان له راپور سره سم افغانستان سږ کال د بيا لپاره هم اداري فساد کې درېيم ځای ونيو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button