څيړنهسلايډ

د نړۍ د خوشالۍ راپور: افغانستان تر ټولو لږو خوشاله هېوادونو کې دی

د نړۍ د خوشالۍ تازه راپور، ۲۰۱۶م کال کې افغانستان په ۱۵۷ هېوادونو کې د ډېرو لږو خوشاله هېوادونو په جمله کې راغی. افغانستان يوازې له توګو، سوريې او بوروندي څخه مخکې شوی دی.

دغه څېړنه په ګډه د SDSN څېړنيز مرکز، چې له ملګرو ملتونو سره تړلی او د امريکا د کولمبيا پوهنتون له لورې ترسره شوی دی. د دوی د ۲۰۱۶م کال راپور د چهارشنبې په ورځ په ايټاليه کې خپور شو.

ياد راپور له ۲۰۱۲م کال څخه خپرېږي. په ۲۰۱۵م کال کې سويزرلنډ تر ټولو ډېر خوشاله هېواد شمېرل شوی و. خو دا وار ډنمارک تر سويزرلنډه مخکې شوی او د نړۍ تر ټولو ډېر خوشاله هېواد شمېرل شوی دی.

د نړۍ لس ډېر خوشاله هېوادونه دغه شمېرل شوي دي: ډنمارک، سويزرلنډ، آسلنډ، ناروې، فنلنډ، کاناډا، نیدرلنډ، نيوزيلنډ، آسټراليا او سويډن دي. په دغه لېست کې يوولسم هېواد اسراييل شمېرل شوی دی.

په اسلامي هېوادونو کې متحده امارات تر ټولو مخکې شوی چې عمومي لېست کې ۲۸م دی او وپسې سعودي دی چې لېست کې ۳۴م دی او ماليزيا ۴۷م دی.

پاکستان په ياد لېست کې ۹۲م دی او ايران ۱۰۵م. افغانستان او سوريه په ټولو اسلامي هېوادونو کې شاته راغلي. افغانستان په ۱۵۷ هېوادونو کې ۱۵۴م راغلی او سوريه ۱۵۶م راغلی. آخري هېواد بوروندي دی.

د نړۍ د خوشالۍ راپور او لېست کتلو له پاره لاندېنی تړونی کېکاږئ:

http://5c28efcb768db11c7204-4ffd2ff276d22135df4d1a53ae141422.r82.cf5.rackcdn.com/HR-V1_web.pdf

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button