چين د دوهم بچي زېږولو اجازه ورکړه
چينايي حکومت په رسمي ډول هغه قانون ومانه، چې له مخې يې کورنۍ دوهم کوچنی زېږولای شي. چين کې له ۱۹۸۰ز راهيسې له يوه د ډېرو کوچنيانو پر زېږولو بنديز لگېدلی و، خو اوس له منځه ولاړ.
چينايي خبري اژانس «شينخوا» ويلي، نوی قانون به د راتلونکې جنورۍ له لومړۍ نېټې پلی شي.
د چين حکومت تېر اکتوبر کې د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ز کلونو تر منځ هيواد کې د اقتصادي او ټولنيزو اصلاحاتو راوستو په اړه له يوې غونډې وروسته د «يوه بچي» سياست لغو اعلان کړ.
چين کې د «د کورنۍ او اوسېدونکو د پلان جوړونې کمېټې» مخکې ويلي وو، د «يوه بچي» سياست لغو کول به تر ۲۰۳۰ز د چين په نفوس کې ۱،۴۵ مليارد تنه زياتوالی راولي، کمېټې دې ته اشاره کړې وه، چې هيواد کې هر کال ۲۰ مليونه کوچنيان زېږېږي.
چين په ۱۹۸۰ز کې د «يوه ماشوم» سياست رامنځته کړ، څو د نفوس پر ډېروالي ولکه راولي، د دې سياست له مخې ښار مېشتې کورنۍ د دويم کوچني له زېږولو منع شوې، خو په کليوالو سيمو کې دوهم بچي ته په دې شرط اجازه ورکول کېده، چې که لومړی بچی انجلۍ وي.