سيمه او نړۍ
د سعودي شهزاده بندر بن سعود مړ شو
د سعودي د حاکمې کورنۍ د سعود بن عبد العزیز آل سعود لسم ژوندی او په اوسنيو ژونديو کې تر ټولو مشر زوی و چې نن، د جمعې په ورځ له سعودي بهر مړ شو.
د سعودي حکومت اعلان کړی چې شهزاده بندر بن سعود د جمعې په ورځ له سعودي بهر مړ شوی دی.
د يادونې وړ ده چې شهزاده بندر بن سعود په ۱۹۲۶م کال کې د سعودي په پلازمېنه، رياض کې زېږېدلی دی. خپلې ابتدايي، متوسطه او ثانويه زده کړې يې په رياض کې ترسره کړي دي او د لوړو زده کړو له پاره ترکيې ته تللی دی.
شهزاده بندر بن سعود په ۱۳۷۱ هجري کال کې بېرته سعودي ته ګرځېدلی دی او په ۱۳۷۲م کال کې يې د پلار له لورې د سعودي د ولي عهد ولي وټاکل شو. هغه دغه راز د سعودي په کورنيو چارو وزارت کې هم دنده ترسره کړې او ويل کېږي چې لاسته راوړنې يې هم لرلې.
بندر د سعودي پاچا فيصل له لورې له هېواده وشړل شول او خپل مشاور يې هم وټاکه.