سلايډسيمه او نړۍ

د روسي الوتکو په بريد کې وژل شوی زهران علوش څوک و

عربي رسنيو د روسي الوتکو په بريد کې القاعده پورې تړلې د سوريې د حکومت مخالفې وسله والې ډلې «جيش الاسلام» د مشر زهران علوش د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ويل کيږي، زهران علوش سره د سعودي عربستان ملاتړ و او تېره مياشت رياض کې د بشارالاسد مخالفو وسله والو ډلو په غونډه کې جيش الاسلام هم شريک و.

رويټرز خبري اژانس د جيش الاسلام غړو له قوله ليکلي، چې زهران علوش د روسي الوتکو په بريد کې وژل شوی دی.

روسيه وايي، چې دوی يوازې پر داعش ډلې بريدونه کوي، مگر د سوريې مخالف وسله وال ټينگار کوي، چې روسي الوتکې د داعش تر څنگ د بشارالاسد پر ټولو مخالفينو بريدونه کوي.

زهران علوش څوک و؟

زهران علوش ۱۹۷۱م کې د مشق ختيځ غوطه کې زيږېدلی و. پلار يې عبدالله علوش د دمشق له مشهورو علماوو څخه و.
زهران سوله‌ييز دعوتي کارونه کول او ۲۰۰۹م کې حکومت بندي کړ. سوريې کې له ولسي پاڅون څو مياشتې وروسته د ۲۰۱۱م په جون کې له بنده خوشې شو. له خلاصېدو وروسته يې د بشارالاسد پر ضد وسله والې مبارزې لپاره «سرية الاسلام» وسله‌واله ډله جوړه کړه. په لومړي ځل يې له داعش ډلې سره خپل مخالفت څرگند کړ او هغوی يې افراطيان وبلل.

د ۲۰۱۳م په سپتمبر کې يې جيش الاسلام وسله‌واله ډله جوړه کړه. غوطه او نورو ختيځو سيمو کې يې داعش سره زورورې جگړې وکړې او له دغو سيمو يې داعش ډله وويسته.

د جيش الاسلام استازو د سوريې سوله‌ييز بهير په اړه يو شمېر غونډو کې گډون هم کړی او تر ټولو وروستۍ ناسته يې د سعودي پلازمېنې رياض کې وشوه.

زهران علوش تېره ورځ د ديسمبر په ۲۵مه د روسي الوتکو په بمبار کې د دمشق اړوند غوطه سيمې کې ووژل شو.

غبرګونونه:

سوريه کې د مخالفو وسله والو ايتلاف مشر د زهران علوش وژنه غندلې او وايي، چې گټه يې بشارالاسد ته رسېږي. د سوريې مخالفو وسله والو ډلو گواښ کړی، چې د زهران علوش دوژنې غچ به اخلي.

د سوريې د مخالفو وسله والو ډلو د ايتلاف مشر خالد خوجه په خپل ټويټر پيغام کې ویلي، چې د علوش وژنه د داعش او بشارالاسد د گټو لپاره شوې او دوی به د علوش د مرگ کسات اخلي.

خالد خوجه او د مخالف ايتلاف منشي ریاض حجاب وايي، چې د علوش وژلو سره د سوريې سوله ييز بهير له خنډ سره مخ شو او پر ډيپلوماتيکه او سياسي پروسه يې ډېر ناوړه اغېز کړی دی.

سوله ييز حل نه شته

د حرکة احرار الشام ډلې مشر حسام سلامة وايي، د علوش له وژنې ښکاري، د سوريې کشاله د خبرو له لارې نه حل کيږي او داسې ښکاري، چې ستر قوتونه د خپلو گټو لپاره د سوريې پر ولس لوبې کوي.

همدا رنگه جيش اليرموک، لواء التوحيد، شهداء الاسلام او نورو ډلو د علوش وژنه غندلې او گواښ يې کړی، چې دوی به د زهران علوش د قتل کسات اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button