وال سټريټ ژورنال: د سوريې جگړې اوږدېدل به د امريکايي ايتلاف ترمنځ د اختلافاتو لامل شي
وال سټريټ ژورنال امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې د سوريې جگړې اوږدېدل به د امريکا په مشرۍ ايتلاف کې د بې باورۍ او اختلافاتو لامل شي. د امريکا پخوانيو او اوسنيو چارواکو له قوله د دغې جگړې اور به تر واشنگټن پورې هم ورسيږي.
وال سټريټ ژورنال زياتوي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما خپله بهرنۍ پاليسي له نظامي قوت څخه غوره بولي او د همدې لپاره يې ايران سره سولهييز اتومي تړون وکړ.
د ورځپاڼې په وينا سوريه کې د اور بند په اړه د امريکا او نړيوالې ټولنې کمزوري د دې ښکارندوی ده، چې د دغې پنځه کلنې جگړې اور له سوريې په وتلو دی او تر واشنگټنه به ورسيږي.
وال سټريټ ژورنال زياتوي، سپينه ماڼۍ نه غواړي، چې سوريه کې خپل نظامي ځواک زيات وکاروي، په داسې حال کې چې روسيه او ايران سوريه کې خپل ځمکني او هوايي بريدونه ورځ تر بلې زياتوي او هڅه کوي، چې بشارالاسد د خپلو گټو لپاره په واک کې پاتې کړي او دغو کارونو امريکايي چارواکي او د ولسمشرۍ نوماندان هم اندېښمن دي.
امريکايي او عرب چارواکي وايي، چې د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري او نور ډيپلوماتان پر مسکو او تهران دومره اغېز نه لري، چې سوريه کې د جگړې مخنيوی وکړي، په داسې حال کې، چې ايران او روسيه په دې وروستيو کې د سوريې جگړه کې د خپلو گټو لپاره خپل قوت ورځ تر بلې زياتوي.
ورځپاڼې ليکلي، چې واشنگټن د سوريې بحران په اړه پر روسيې او ايران باور کړی، په داسې حال کې د واشنگټن او روسيې گټې سره په ټکر کې دي.
وال سټريټ ژورنال د امريکايي اوسنيو او پخوانيو چارواکو له قوله ليکلي، چې ايران او روسيه د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري سره د سوريې بحران په اړه خبرې کوي، په عين حال کې روسيه او ايران د بشارالاسد د ژغولو لپاره سوريه کې د جهادي ډلو پر ضد نظامي عمليات کوي.