د طالبانو او روسانو اړیکو امریکایان اندېښمن کړي
مرکزي اسيا او افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ځانگړی استازی ضمير کابلوف وايي، چې هېواد يې افغانستان کې د داعش له فعاليتونو اندېښمن دی او دوی غواړي، چې په دې اړه له افغان حکومت سره په گډه کار وکړي.
يو شمېر روسي رسنيو د روسي چارواکو له قوله ليکلي، چې د افغان حکومت دننه ځينې کړۍ سيمه کې د داعش ملاتړ کوي او دا کار د دوی لپاره د اندېښنې وړ دی.
انټرفاکس خبري اژانس د کابلوف له قوله وايي، چې سيمه کې د روسيې او طالبانو گټې د يو بل پر ضد نه دی او دوی له طالبانو سره په اړيکه کې دي.
امريکايي شنونکي پر مسکو تور لگوي، چې د سيمې او افغانستان په اړه «دوه مخې» لوبه کوي، په يو وخت کې طالبانو او افغان حکومت سره اړيکې لري.
څه موده وړاندې د مشرانو جرگې رييس فضل هادي مسلميار مسکو ته تللی و او روسي چارواکو ورسره د لس زره کلاشينکوفونو د مرستې اعلان وکړ.
د شنونکو په اند مسکو کابل ته ويلي، چې دغه وسلې به د طالبانو ترڅنگ د داعش وسله والو پر ضد هم کارول کيږي.
د افغانستان د چارو شنونکي وايي، چې داعش په افغانستان کې «د امريکايي گټو پروژه ده او د امريکا د گټو لپاره کار کوي.»
د ولسي جرگې لومړي مرستيال ظاهر قدير او نورو وکيلانو هم ويلي، چې امريکا د هېواد په ختيځ کې د پاکستان او افغان حکومت په لاس د داعش ملاتړ کوي، نوې پرمختللې وسلې ورکوي او له يو ځايه يې بل ځای ته په چورلکو کې وړي.
د قدير په وينا د ملي امنيت سلاکار «حنيف اتمر د داعش پروژې ملاتړی دی» او د ده په لارښوونه فعاليتونه کوي.
يو شمېر نور کارپوهان تور لگوي، چې طالبان د داعش پر ضد له مسکو څخه مرستې غواړي او د دې لپاره ورسره اړيکې لري.
د سياسي چارو کارپوه وحيد مژه وايي، چې طالبان د مسکو په گډون د سيمې او نړۍ له گڼو هېوادونو سره اړيکې لري، مگر دا اړيکې په دې معنا نه دي، چې د افغان حکومت يا بل چا پر ضد وي.
طالبانو هم په خپلو څرگندونو کې له روسيې د ملاتړ غوښتو تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده، چې د داعش پر ضد د چا ملاتړ ته اړ نه دي.
د ولسي جرگې يوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط د ځلاند ډاټ کام همکار ته ويلي، چې «د هېواد ختيځ کې د داعش پروژه ناکامه شوې او امريکا غواړي، چې د يوې ځلانگړې ستراتيژي له مخې داعش وسله وال د هېواد شمال ته واړوي».
د ياد وکيل په وينا امريکا له دې لارې غواړي، چې«په يو ډز دوه ښکاره وکړي.» له يوې خوا به شمالي ولايتونو کې د طالبانو د زياتېدونکي قوت مخه ونيسي او بل پلو غواړي، چې له دې لارې روسيې ته «سرخوږی» پيدا کړي.
طالبان وايي، چې د دوی فعالتيونه يوازې «تر خپل هېواده محدود دي» او د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله نه کوي.
وحيد مژده هم په دې اند دی، چې طالبان په نورو هېوادونو کې د تاوتريخوالي او جگړو ملاتړ نه کوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دوی د داعش پر ضد د بل چا مرستو ته اړتيا نه لري او د دوی ډله د سيمې او نړۍ په کچه له گڼو هېوادونو سره اړيکې لري؛ خو مجاهد دا اړيکې په دې معنا نه ګڼي، چې دوی دې ترې مرستې وغواړي.
د سياسي چارو شنونکي په دې اند دي، چې طالبانو د سيمې هېوادونه په دې ډاډمن کړي، چې دوی له خپل هېواده د باندې لاسوهنه نه کوي او له همدې امله، چې کله تېر کال طالبانو کندوز ونيو، نو مسکو پرې څه اندېښنه څرگنده نه کړه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم څه موده وړاندې په کابل کې د سولې په اړه يوې غونډې ته ويلي و، چې د افغانستان په قضيه کې د روسيې رول ډېر مهم دی او د سولې په روان بهير کې بايد د چين او امريکا تر څنگ مسکو ته هم بلنه ورکړل شي.