
وسله والو طالبانو د پکتيکا د خوشامند ولسوالۍ امنيه قوماندان د يوه کمين په ترڅ کې وژلی دی. د پکتيکا چارواکو د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده: «تېر ماښام د خوشامند امنيه قوماندان او د هغه پنځه ساتونکي د طالبانو بريد کې وژل شوي دي».
د پکتيکا د امنيت امر سمونمل عبد الرووف مسعود رسنيو ته ويلي، وسله وال طالبان مخکې له مخکې جمجمه سيمه کې کمين کې ناست وو او د امنیه قوماندان له راتگ سر سم يې بريد پرې ښخ کړ.
نوموړی وايي، امنيه قوماندان لومړی څارن قندهار له خپلو ساتونکو سره د پکتيکا له مرکز ښرنې څخه خوشامند ته روان و، چې د بريد ښکار شو. د هغه په وينا بريد کې درې پوليس ټپیان شوي هم دي، چې دا مهال روغتون کې تر درملنې لاندې دي. خو د روغتون چارواکو ويلي، پېښه کې پنځه پوليس ټپيان دي، چې روغتيايي حالت يې اوس ښه دی.
د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.