خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

روسيه: افغانستان کې د ناټو ماموريت «ناکام» و

افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځي ماموريت په مکمله توگه «ناکام» و.

افغانستان لپاره د روسيې ځانگړي استازي زمير کابلوف د روسيې «ټاس» خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې افغانستان کې د ناټو او امريکايي سرتيرو ماموريت په بشپړه توګه «ناکام» و، د ترهگرۍ ضد جگړه کومه لاسته راوړنه نه لري او د مرکزي دولت په جوړېدو نه دي توانېدلي.
کابلوف همدا رنگه ټينگار وکړ، چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف د طالبانو په ځپلو کې پاتې راغلي، د افغانستان په اړه د ايساف اوسنۍ پاليسي ناکامه ده او امريکا د افغانستان په سياسي چارو کې «بې ځايه» مداخله کوي.
زمير کابلوف د ناټو له لوري د افغان ځواکونو روزنې ته په اشاره وويل، چې د ناټو ځواکونو روزنيز پروگرام هم له ستونزو سره مخ دی او افغان امنيتي ځواکونه د ناټو له شتون پرته هېواد نه شي ساتلی.
زمير کابلوف دا هم وايي، چې د روزنيزو ستونزو تر څنګ ملي اردو او پوليسو له اړينو وسايلو هم بې برخې دي او مرکزي قومانده يې هم کمزورې ده.
«طالبان ورځ تر بلې افغانستان کې مخ پر وړاندې روان دي، ناټو ځواکونو، چې په مخامخ جگړو کې گډون وکړ او افغانستان يې په جگړه ييز حالت کې د طالبانو پر وړاندې پرېښود.»
زمير کابلوف د هېواد امنيتي حالاتو په اړه هم خپلې اندېښنې څرگندې کړې، چې د هېواد سويل په ځانگړې توگه د هلمند گڼې سيمې طالبانو نيولي، برتانوي او امريکايي ځواکونه يو ځل بيا د جگړو لپاره هلمند ته رسېدلي دي.
«همدا رنگه، د هېواد شمال بدخشان، کندز، تخار، او فارياب کې هم طالبان پراخ حضور لري او دوه مياشتې وړاندې، چې طالبانو کندز ونيو، د امريکايي جنگي الوتکو د بمبارۍ پر مټ افغان حکومت يو ځل بيا کندز ونيو او طالبان د افغانستان گڼو ولايتونو د سقوط لپاره گواښ دي.»
په عين حال کې کابلوف ويلي، چې هېواد يې افغانستان سره په سياسي او نظامي چارو کې مرستو ته ژمن دی.
تېره ورځ زمير کابلوف رسنيو ته دا هم وويل، چې هېواد يې افغانستان سره د لس زرو کلاشينکوفو مرسته کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button