سيمه او نړۍ
سعودي: سبا د روژۍ لومړۍ ورځ ده

د سعودي حکومت په رسمي توگه اعلان کړه، چې سبا (دوشنبه) د روژې لومړۍ ورځ ده. د مصر او فلسطين په گډون ځينو نور اسلامي هيوادونو هم اعلان کړه، چې سبا به روژه وي.
د سعودي محکمو ويلي، چې د روژې مياشت ليدل شوې او له لسو په ډېرو ځايونو کې يې پخلی شوی. د سعودي حکومت خپلو هيوادوالو او هلته اوسېدونکو ته امر کړی و، چې د مياشت ليدو کې دقت وکړي.
افغانستان هم د نورو اسلامي هيوادونو په څېر له سعودي عربستان سره په يوه ورځ روژه نيسي، خو چارواکو تر دې دمه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې گاونډي هيواد پاکستان کې به سبا روژه نه وي، د دې هيواد چارواکي وايي، سبا به د روژې د مياشتې ليدو هڅه وکړي.