سيمه او نړۍ

حلب د ورځې درې سوه ځل بمبارېږي

د سوريې حلب ښار په ورځنۍ توگه درې سوه ځل بمبارېږي، چې له امله يې له راپورونو سره سم تېرو دوو اونيو کې له څلور سوو ډېر وگړي وژل شوي او له يو زر اوو سوو ډېر نور ټپيان دي.

د سوريې د «ثقة» خبري اژانس رييس ماجد عبد النور وايي: «روسي او سوريايي الوتکې يو ځای بيا بيا بمباروي، څو هلته د بمبار شويو وگړو د ژغورنې لپاره ورټول ژغورونکي ټيمونه او د امبولانس کار کوونکي په نښه کړي». د راپورونو پر اساس روسيې او د سوريې دولتي الوتکو روانه جگړه کې لسگونه روغتونونه هم بمبار کړي، چې له امله يې خلک له روغتيايي خدماتو بې برخې دي.

د سوريې د دولت تر ولکې لاندې د ادلب ښار د روغتيا ادارې رييس حسام دبيس وايي: «روسي او سوريايي الوتکو تېره مياشت (مۍ) کې د دې ولايت بېلابېلو ښارونو کې اته ټولوژنې کړي، چې له امله يې يو سل او شل تنه وژل شوي دي». نوموړی وايي د دغو پېښو يوه يې د مۍ په دېرشمه د ښار زړه کې د ملي روغتون بمبار و، چې په ترڅ کې يې درويشت کسان ووژل شول او روغتون له کاره ووت.

د ښاغلي دبيس په وينا وروستۍ اوونۍ کې د روسيې او سوريې گډه بمبارۍ کې له څلور سوو ډېر وگړي مړه او ټپيان شوي دي.

د سوريې دولت او روسيه په داسې حال کې د ادلب ښار بمباروي، چې د سوريې ټولو جگړه مارو ډلو ويلي، چې هلته هيڅ کوم مرکز نه لري او دولت یوازې د ښار بې گناه وگړي بمباروي.

اوسمهال حلب او ادلب کې د جمعې پر جمع بنديز لگېدلی، ځکه لمونځ کوونکي د لمانځه پر مهال بمبارېږي، چې له امله يې درنه مرگ ژوبله پېښېږي. د سيمې خلک وایي، دا لومړی ځل دی، چې په يوه وار دواړو ښارونو کې د جمعې پر جمع بنديز لگېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button