چین کې د انقلابي مشر نوې جوړه شوې مجسمه نړول کېږي
د چین د انقلابي رهبر او د کمونیست گوند د بنسټگر، ماو زوډونگ ستره طلايي رنگه مجسمه نړول کېږي. د راپورونو له مخې دغه مجسمه ځکه ورانېږي، چې د حکومت په تایید نه ده جوړه شوې.
د ماو د نوې مجسمې انځورونه په خواله رسنیو کې د تاوده خبر په توگه لاس په لاس شول.
کمونیست گوند ته نژدې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د ۴۶۰ زرو ډالرو په ارزښت جوړه شوې مجسمه نړول شوې ده. د دغو رسنیو له خولې، د دې کار لامل «ناڅرگند» دی.
د ماوزوډونگ د ورانې شوې مجسمې یو انځور خواله رسنیو کې خپور شوی چې معتبرې رسنۍ يې تر دې دمه نه شي تاییدولای.

ماو زوډونگ په چین کې د یوه ټولمنلي مشر حیثیت لري. د ۱۹۴۹م کال ولسي کمونیستي انقلاب د مازوډونگ په مشرۍ تر بریا ورسېد چې د نوي چین بنسټ ډبره یې کېښوده. د چین اوسنی ولسمشر، شي جینگ پينگ ماو «ستر شخصیت» گڼلی.
ځینو انټرنیټ کاروونکو نیوکه کړې وه چې د ماو مجسمه ولې په هینان ایالت کې جوړه شوې. د ماو د واکمنۍ پر مهال د ده د اقتصادي سیاستونو له کبله په پنځوسمو کلونو کې څلوېښت میلیونه خلک د کاختۍ ښکار شول.