د ترکيې پوليسو د حکومت مخالفې ورځپاڼې پر دفتر بريد کړی
تېره ورځ د ترکيې محکمې پرېکړه وکړه، چې د اپوزيسيون «زمان» ورځپاڼه دې د حکومت په امر د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري چليږي، له دې امر څو ساعته وروسته د ترکيې پوليسو د «زمان» ورځپاڼې پر دفتر چاپه وهلې ده.
تېره شپه پوليس د زمان ورځپاڼې دفتر ننوتل او د ورځپاڼې دفتر مخته يې پر مظاهرينو اوښکې بهوونکی گاز وشينده.
زمان ورځپاڼه د رجب طيب اردوگان د مخالف اسلامپالي فتح الله گولن ډله خپروي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوگان پر فتح الله گولن تور لگولی، چې د حکومت ړنگېدو لپاره هلې ځلې کوي، زمان ورځپاڼه هم د گولن په امر د حکومت پر ضد خپرونې کوي او له همدې امله ولسمشر اردوگان د ښاغلي گولن «حزمت غورځنگ» ترهگره ډله نومولې ده.
ښاغلی گولن لومړی د اردوگان ملاتړی و، له څه وخت تېرېدو وروسته نوموړي سره مخالف شو او اوس يې پر ضد وخت پر وخت مظاهرې او لاريونونه کوي.
تېره ورځ د ترکيې محکمې پرېکړه کړې وه، چې زمان ورځپاڼې به له دې وروسته د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري خپرونې کوي.
د محکمې له امر وروسته سلگونو مظاهرين د ورځپاڼې دفتر مخته راټول شوي وو او د ورځپاڼې په ملاتړ يې د حکومت پر ضد نارې وهلې. مظاهرينو سره په لاسونو کې دا شعارونه وو. «د بيان ازادي لپاره قرباني ورکوو» «حکومت د بيان ازادۍ مخنيوی کوي» او داسې نور.
له دې وړاندې هم د ترکيې حکومت دوه ژورنالېستان د ملي رازونو د خپرولو په تور بنديان کړي وو.