ترکیه: له روسيې بخښنه نه غواړو
ترکيې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د روسۍ الوتکې د غورځولو پر اړه له دغه هېواده بخښنه نه غواړي.
د ترکيې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو نن هیله څرګنده کړله چې روس به د دغې پېښې وروسته په ترکیې باندې په لګېدلو اقتصادي بندیزونو یو ځل بیا غور وکړي.
تېره ورځ د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه فرمان له لارې پر ترکیې د اقتصادي بندیزونو غوښتنه وکړله. دغه هېواد پر هغو ترکي شرکتونو محدودیتونه وضع کړل، چې په روسیه کې کار کوي.
ترک لومړي وزیر داوود اوغلو نن دوشنبه، خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې «موږ خپل مسوولیت ادا کړی، ځکه ترک ولسمشر او لومړی وزیر په دغه پېښې بخښنه نه غواړي».
د ناټو د مشر سره تر کتنې وروسته ترکي لومړي وزیر زیاته کړه چې ترکیه په اینده کې د دغه ډول پېښو څخه د ځان ژغورلو په خاطر له روس سره خبرو اترو ته تیاره ده.
بل پلو د روس بهرنیو چارو سلاکار ویلي چې روسي ولسمشر ویلادمیر پوتین د ترکيې ولسمشر د تلیفون ځواب نه دی ورکړی ځکه هغه له ترکیې غوښتي چې په دغه پېښه بخښنه وغواړي.
روس ټینګار کوي چې د دوی جنګي الوتکه د ترکیې هوايي حریم ته نه ده داخله شوې.
یوه اونۍ وړاندې ترکيې هغه روسۍ جنګي الوتکه راوغورځوله چې د ترکيې هوايي حریم ته ننوتې وه.
ترکیې ویلي وو چې روسۍ جنګي الوتکه ایس یو ۲۴ ته د دوی لخوا په پنځو دقیقو کې ۱۰ ځل اخطار ورکړل شو خو هغوی ونه مانه.
ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان د پېښې وروسته وویل چې ترکیې قصدا روسۍ الوتکه نه ده په نښه کړې.
په عین حال کې روسي ولسمشر بیا د ترکیې لخوا د دوی د الوتکې غورځول د «د شا لخوا پر چاړه وهلو» سره مشابه کړ او ګواښ يې وکړ چې دغه پېښه به د ماسکو او انقرې په اړیکو بد اغېز وکړي.