خبرونهسلايډ

سعودي کې افغان کارگرو ته د کار ويزه او پاسپورت وېش پيل شو

سعودي کې افغان سفارت خبر ورکړی چې له دې وروسته به افغان کارگرو ته د سعودي په پلازمېنه ریاض او جده ښار کې افغاني پاسپورتونو وېش پیل کړي. دغه د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی چې د افغان کارگرو د ستونزو په تړاو به د سعودي له حکومت سره هوکړه لیک لاسلیک کړي.

افغان کارگر چې له پخوا څخه په سعودي کې مېشت دي او دې هېواد ته یې په غیرې قانوني ډول د پاکستاني پاسپورتونو له لارې سفر کړی، اوس نه شي کولای چې خپل هېواد ته سفر وکړي. افغان کارگرو پاکستاني پاسپورتونه په ډېر لوړ قیمت له هغو پاکستاني کارگرو څخه رانیولي دي چې هغوی نور په سعودي کې د کار کولو اراده نه لرله او د هغو په ځای یې خپل انځورونه لگولي دي.

د افغان کارگرو د ستونزې د حل له پاره ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۵ز کال په لومړیو کې سفر درلود او له سعودي چارواکو سره یې په دې اړه یوې حل لارې ته رسیدلي وو چې د عملي کولو او وېشلو کار یې د اجراییه رییس له سفر وروسته په رسمي ډول پیل شوی.

په ریاض کې د افغان سفارت له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې له افغان کارگرو څخه غوښتنه شوې چې د پاسپورت د ترلاسه کولو له پاره ضروري دي چې تذکره له ځان سره ولري او هغه افغان کارگر چې تذکره نه لري، د غایبانه تذکرې د لاسته راوړلو له پاره د پاسپورت فورمه دې په افغانستان کې خپلې کورنۍ ته واستوي او له هغې لارې دې تذکره تر لاسه کړي.

خبرپاڼې دغه رازه زیاته کړې چې له دې وروسته به افغان کارگر له افغانستان څخه په مستقیم ډول د سعودي د کار او سیاحت ویزې تر لاسه کړي.

Related Articles

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button