افغانستان کې د امریکايي سرتېرو پخواني قوماندان جنرال ډېويډ پټريوس په خپلو تازه څرگندونو کې ويلي، چې د افغانستان وضعيت مخ په خرابېدو دی او امريکايي سرتېري دې دې هېواد کې پاتې شي.
جنرال پټريوس دا څرگنده نه کړه، چې دغه سرتېري دې تر کومه افغانستان کې پاتې شي، خو هغه وويل: «د امريکا راتلونکی ولسمشر دې له افغانستان د امريکايي سرتېرو د ويستلو پلان لغو کړي».
د امریکا دغه په کور ناستي جنرال د تېرې دوشنبې په ورځ واشنگټن کې يوه څېړنيز انسټيټيوټ کې د خبرو پر مهال وويل: «موږ بايد نور په دې غور ونه کړو، چې چېرته يو او چېرته خپل شتون راکم کړو، موږ چې کومې سرمايې هلته لرو، څومره چې کولی شو، په اغېزمنه توگه د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ترې گټه واخلو».
جنرال پټريوس ادعا کړې، چې ولسمشر اوباما افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته دا اجازه نه ده ورکړې، چې د طالبانو پر ضد د هوايي بريدونو امر صادر کړي. دا په داسې حال کې ده، چې نړيوالو رسنيو څه موده مخکې راپورونه ورکړل، چې امريکايي ولسمشر افغانستان کې مېشتو امريکايي پوځيانو ته جگړه کې د هر ډول حربې د کارولو واک ورکړی دی.
د دغه امريکايي جنرال دا څرگندونې په داسې حال کې دي، چې د وسله والو طالبانو بريدونو يو ځل بيا زور اخيستی او وړمه ورځ يې کندوز ښار هم ونيو.
پټريوس په داسې وخت کې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د نه ويستلو غوښتنه کوي، چې د ولسمشر اوباما په پرېکړه به د ۲۰۱۷ز تر پايه شاوخوا اته نيم زره امريکايي ځواکونه افغانستان کې پاتې شي او د ويستلو يا نه ويستلو پرېکړه به يې راتلونکي امريکايي ولسمشر ته پرېښودل شي.