جلال اباد کې درنې چاودنې پنځوس کسانو ته مرگ ژوبله واړوله
د جلال اباد ښار لويديځ کې د سره رود ولسوالۍ په دوه سرکه کې د ملي اردو د جلب او جذب پر سپارلۍ وړونکي موټر درنې چاودنې پنځوس کسانو ته مرگ ژوبله واړوله.
د ننگرهار امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد عباس سادات رسنيو وويل، چې نن مازديگر پنځه بجې د سره رود دوه سرکې سره په يو زرنج موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي ماين د ملي اردو د جلب او جذب کاسټر موټر په نښه کړ، چې له امله يې دوولس تنه ووژل شول او اته دېرش نور يې ټپيان کړل.
ننگرهار کې د ملي اردو د جلب او جذب د څانگې مشر اسدالله وايي، چې په دغه کاسټر کې له څلورو ولايتونو راغلي هغه ځوانان سپاره وو، چې نوي د ملي اردو ليکو ته ورغلي وو.
د ننگرهار د عامه روغتيا رياست وايي، چې د چاودنې له امله دوولس مړي او اته دېرش ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي.
د پېښې عيني شاهدان وايي، چې د کاسټر ټول سپاره کسان په شخصي جامو کې وو.
د چاودنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.