افغانستان

د پلازمېنې کابل د برېښنا ستونزه حل شوه

د برېښنا شرکت چارواکي وايي، چې له درې اوونيو بې برقۍ وروسته د پلازمېنې کابل د برېښنا ستونزه حل شوه اوس په ټول کابل کې برېښنا شته.

د برېښنا شرکت مشر قدرت الله دلاوري نن چهارشنبه کابل کې رسنيو ته وويل، چې د ازبکستان ۳۲۰ ميګاواټه وارداتي برېښنا، چې د کابل ۷۵ سلنه اړتياوې پوره کوي له درې اوونيو وروسته بيا وتړل شوه.

دلاوري د حکومت پر مخالفينو تور لګوي، چې د برېښنا دغه ستنې يې نسکورې کړې وې او ډنډ شهاب الدين کې له امنيت راتلو وروسته حکومتي چارواکو دغه ستنې يو ځل بيا ورغولې.

د برېښنا شرکت وياند طلوع تلويزون ته وويل، چې دا ستنې يې سيمه کې د سپين ږيرو په واسطه د طالبانو په مرسته تړلي او طالبانو ژمنه کړې وه، چې د ستنو د رغولو پر مهال به د برېښنا شرکت پر کارکوونکو ډزې او بريدونه نه کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د حکومتي چارواکو هغه تورونه رد کړي وه، چې ډنډ شهاب الدين کې د برېښنا ستنې طالب جنګياليو چپه کړي او زياته کړې يې وه، د برېښنا شرکت استازي دې راشي، دوی ورسره د ستنو په بيا رغولو کې هر ډول مرسته او همکاري کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button