خبرونهسلايډ

ولسي جرگې د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست نوماندانو ته د تایید رایه ورکړه

نن د ولسي جرگې غړو د ملي دفاع وزارت لپاره عبدالله خان او د ملي امنیت ریاست لپاره معصوم ستانکزي ته د تاييد رايه وکړه. جرگې کې نن ۲۲۴ تنه وکیلان حاضر وو چې له دوی څخه باید هر نوماند د ۱۱۳ وکیلانو له لوري د تاييد رایه اخیستې وه تر څو دې مقامونو ته یې لارې پیدا کړې وې.

معصوم ستانکزي له ۲۲۴ رایو څخه ۱۶۱ رایې تر لاسه کړې او د ملي امنیت مشر وټاکل شو او عبدالله خان ۱۶۷ رایو په اخیستلو سره د ملي دفاع وزارت لپاره وزیر وټاکل شو.

د یادونې وړ دی چې د ملي دفاع وزارت له ۲۰۱۴م کال وروسته تر دې دمه د چارسنبالو وزیرانو له لوري اداره کېده چې د ډېر شنونکو له لوري د ملي یووالي حکومت دغه کړنه په کلکه غندل کېده.

تر دې مخکې د ملي دفاع وزارت لپاره شیر محمد کريمي او معصوم ستانکزی وړاندې شوي وو چې د ولسي جرگې له لوري دواړو د تایید رایه تر لاسه نه کړه.

معصوم ستانکزی د لوگر او عبدالله خان د کنړ ولایت اصلي اوسېدونکي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button