خبرونهسلايډ

د امریکا د دفاع وزیر: په افغانستان کې زموږ جگړه اوږده ده.

 

پرون د امریکا د دفاع وزارت «پنتاگون» کې د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر او جنرال جوزف ډنفورډ یوې خبري غونډې کې وویل چې امریکایان به د یوې اوږدې مودې لپاره د افغانستان له پوځ سره مالي مرسته کوي او افغاني جگړې کې به برخه اخلي. جنرال جوزف زیاته کړه چې افغاني جگړه پای ته نه ده رسېدلې او په نږدې راتلونکي کې به هم پای ته ونه رسېږي.

دواړو امریکايي مشرانو په دې اعتراف وکړ چې د اوباما پالیسي د افغاني جگړې په وړاندې ناکامه شوې او نشي کولی چې جگړه په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسوي.

په وارسا کې د ناټو غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې له افغان ملي اردو سره به د ۲۰۲۰ پورې خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوي. تېره میاشت اوباما امریکايي هوايي ځواک ته اجازه ورکړه چې د طالبانو په ضد هوايي بمبارۍ ډېرې کړي.

جنرال جوزف همدارنگه زیاته کړه چې دغه جگړه به د امریکا د نوي ولسمشر تر راتلو پورې وغځېږي او ښايي چې هغه هم په دې جگړې کې ښکیل شي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button