افغانستانسلايډ

ډيلي بیسټ: په افغانستان کې د جگړې د ختمېدو خبره درواغ ده

ډيلي بيسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې امريکايي چارواکي او رسنۍ خپل ولس او نړيوالو ته درواغ وايي، چې د افغانستان جگړه پای ته رسېدلې، په داسې حال کې، چې افغانان يا خپل هېواد پرېږدي اروپا ته مخه کوي او يا هم له مخالفينو سره يو ځای کېږي.

ورځپاڼې د تېرې سه شنبې په ورځ د پلازمېنې کابل په زړه کې د ملي امنيت پر لسم رياست شوي بريد ته په اشاره ليکلي، چې دېرش کسان يې ووژل او لسگونه نور يې ټپيان کړل، مگر غربي رسنيو دې خبر ته دومره پوښښ ورنه کړ، چې د خلکو پام وروگرځي او د خپلو چارواکو ادعا ورمعلومه شي.

ډيلي بيسټ ليکلي، چې طالبانو خپل پسرلني عمليات په داسې چاودنو او بريدونو پيل کړل، چې په ځمکنيو جگړو کې يې هم پام وړ پرمختگونه کړي او د خپل ځواک د ښودلو لپاره يې د کابل په تر ټولو خوندي سيمه کې د ملي امنيت پر رياست خونړی ځانمرگی بريد وکړ، چې ورپسې تر ډېره د سپکو او درنو وسلو ډزې هم روانې وې.

د ورځپاڼې له قوله ناټو او امريکا د ۲۰۱۴م کال په پای کې اعلان وکړ، چې د افغانستان جگړه پای ته رسېدلې، مگر له دې اعلان وروسته هم ۱۲۰۰۰ ناټو سرتېري په افغانستان کې پراته دي، چې ۹۸۰۰ يې امريکايي او پنځه سوه يې بريتانوي دي.

ورځپاڼې د غربي هېوادونو له لوري د پناه غوښتونکو د قضيې په اړه هم نيوکه کړې، چې غربيان ټينگار کوي، چې تر ټولو زيات پناه غوښتونکي د سوريې دي، مگر حقيقت دا دی، چې تر ټولو زيات پناه غوښتونکي د افغانستان دي.

ډيلي بيسټ په پر غربي چارواکو نيوکه کړې، چې د افغانستان له تاريخه يې ځان نه دی خبر کړی او پر افغانستان يې بريد کړی او دوی بايد لږ تر لږه د بريتانيې تاريخ لوستی وای، چې درې ځل يې پر افغانستان يرغل وکړ، مگر پايله يې بيا هم ناکامي وه.

د ورځپاڼې په باور د افغانستان د کړکېچ اصلي لامل پوځي نه، بلکې سياسي دی او د غربي هېوادونو چارواکي د سياسي دريځ په نيولو او ځکمنيو حقايقو په موندلو کې پاتې راغلي، چې له امله يې اوس له داسې حالت سره مخ يو، چې نه مخکې تلی شو او نه وروسته.

د افغانستان اويا سلنه نفوس له دېرشو کالو کم ځوانان دي، چې ډېری يې کار او زورگار ته لاس رسی نه لري، نو دوی بيا اړ دي، چې يا دې داعش او طالبانو ته ورشي او يا دې هم اروپا ته هجرت وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button